13/01/2026
Varicoceleسه شی دی👇
تعریف:
هغه حالت ته وایي چې د خصیو (Te**es) شاوخوا رګونه (Veins) غیرطبیعي ډول پراخ او پړسیدلي شي، لکه څنګه چې د پښو Varicose veins وي.
دا زیاتره د چپې خصیې په طرف کې لیدل کېږي.
څنګه رامنځته کېږي؟ (Pathophysiology)
د خصیو رګونو کې Valve خرابېږي
وینه بېرته ښکته نه ځي
وینه په رګونو کې جمع کېږي
د خصیو تودوخه لوړېږي
د سپرم جوړښت خرابېږي
د سپرم کیفیت او شمېر کمېږي
اسباب (Causes)
د رګونو د والو خرابوالی
اوږده ولاړه پاتې کېدل
دروند کار یا وزن پورته کول
د بطني فشار زیاتوالی
وراثت (Genetic predisposition)
د کیڼې خصیې د وینې د لارې اناتومیک جوړښت
نښې او علایم (Symptoms & Signs)
زیاتره وخت بې نښې وي
د خصیې درد (Dull aching pain)
درد د ولاړېدو او کار سره زیاتېږي
د خصیو دروندوالی
د خصیو کوچنی کېدل (Testicular atrophy)
شنډوالی (Infertility)
کله ناکله مریض وایي:
"د کڅوړې دننه د چینجیو یا مارانو غوندې احساس کېږي"
درجې (Grades)
Grade I – یوازې د زور وهلو (Valsalva) سره محسوسېږي
Grade II – په لمس سره محسوسېږي
Grade III – په سترګو ښکاري
او شنډوالی (Infertility)
د خصیو تودوخه لوړېږي
د سپرم شمېر کمیږي
د سپرم حرکت کمزوری کېږي
غیرنورمال سپرم زیاتېږي
شاوخوا 40٪ نارینه شنډوالي کې Varicocele رول لري
تشخیص (Diagnosis)
فزیکي معاینه (Standing position)
Scrotal Ultrasound with Doppler ✔
Semen analysis (که شنډوالی وي)
تداوي (Treatment)
1️⃣ محافظوي تداوي (Conservative)
که نښې لږې وي:
درد کمولو درمل (NSAIDs)
Scrotal support
دروند کار پرېښودل
2️⃣ جراحي تداوي (Definitive Treatment)
Varicocelectomy (Operation)
خلاص جراحي
Laparoscopic
Microsurgical (تر ټولو ښه)
Radiological embolization
د رګ بندول د کتیتر له لارې
جراحي هغه وخت کوو که:
شنډوالی وي
شدید درد وي
د خصیې وده کمه شوې وي
مخنوی (Prevention)
✔️ د اوږدې ولاړېدو مخنیوی
✔️ دروند وزن نه پورته کول
✔️ قبضیت کنټرول
✔️ مناسب زیرجامه (Supportive underwear)
مکمل مخنیوی ممکن نه دی، خو خطر کمېږي
اختلاطات (Complications)
شنډوالی
د خصیې کوچنی کېدل
مزمن درد
د سپرم خرابوالی
Be Come a Doctor.. 💚❤️🖤