08/07/2026
د افغانستان له غمه مړه لویه پکتیا
لویه پکتیا نن د ژوند له تر ټولو سختو اقتصادي، کلتوري، اجتماعي او سیاسي ستونزو سره مخ ده. په داسې حال کې چې د هېواد په ډېرو نورو ولایتونو او ولسوالیو کې د پرمختګ، بیارغونې او عامه خدمتونو لپاره بېلابېلې پروژې پلې کېږي، د لویې پکتیا ډېری سیمې لا هم د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت څخه کړېږي.
دا سیمه، چې د هېواد په تاریخ، ملي یووالي او د افغانستان په دفاع کې یې تل مهم رول لوبولی، حق لري چې د متوازن پرمختګ، معیاري سړکونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، د اوبو رسولو شبکو، د کار فرصتونو او نورو عامه خدمتونو برخه کې ورته ځانګړې پاملرنه وشي.
د لویې پکتیا خلک امتیاز نه غواړي؛ یوازې عدالت، متوازن پرمختګ او هغه حق غواړي چې د افغانستان د هر وګړي او هرې سیمې حق دی. که دې سیمې ته لازم پام وشي، نه یوازې به د خلکو ستونزې کمې شي، بلکې د ټول هېواد د ثبات، اقتصاد او پرمختګ لپاره به هم ارزښتناکه ونډه ولري.
د هيواد وياړ The pride of the country
د هيواد وياړ