26/07/2026
*د علماء کرامو د احترام اهمیت او د علمي اختلاف په آدابو یوه یادونه*
د علماء او اهل العلم د بې حرمتي او بې عزته کولو په خاطر هر مسلمان دا مسؤولیت لري چې د اهل بدعت د داسې کړنو په وړاندې خپل مسؤولیت ادا کړي له همدي وجهي نن غواړم چې دمولوي عبدالخالق فاتح اړوندستاسودرانه حضورته څوکرښي وړاندي کړم ترڅوتاسودهغه له روییي اوکرداره باخبراوسی.
*مولوي عبدالخالق فاتح صاحب نن د زیات شمېر مسلمانانو او علماءو زړونه آزار کړل* . لوی رب دې ورته د حق لارې هدایت وکړي.
ځکه ده پخپل سپکه اوده لا علمی په لهجه دهغو درانه اومعزز علماء بي حرمتي اوبي ادبي وکړل،چي کیدای شي ده هغوعلماءده یوازي درس حدیث دخدمت سره دده ټول عمر برابرنشي.
مولوي عبدالخالق فاتح به دومره عمرنلري لکه څومره وخت چې هغو علماء درسول الله صلی الله علیه داحادیث په تدریس کې تیرکړی.
*(۱)اولاً:*
موږ د اسلامي امارت له محترمو مسؤلینو څخه په درناوي غوښتنه کوو چې د اسلامي امت د علماء کرامو او اکابرو د مقام او عزت ساتنه وکړي، او د هغو اختلاف پارونکو ویناوو او ګستاخانه لهجو مخه ونیسي چې د مسلمانانو ترمنځ د نفرت او تفرقې سبب ګرځي؛ ترڅو د امت افراد په مینه، اخوت او یووالي کې ژوند وکړي
*(۲)ثانیاً*
*داهغه شخص دی چې ټول عمر یي د علماء او محدثینو په دښمنۍ او بې عزته کولو کې تېر کړی او هر وخت یې د «مذهب» په نوم د حقاني مذهبي علماءو سپکاوی کړی.*
مولوي عبدالخالق فاتح صاحب هغه شخص دی چې په پاکستان او افغانستان کې، له بریلویانو او سیفیانو پرته، داسې عالم او محدث یې نه دی پرېښی چې د ده له سختې ژبې او بې ادبه لهجې څخه خوندي پاتې شوی وي. هر وخت یې د دیوبندي علماءو سپکاوی، صراحتاً یا ضمناً، په یو او بل نوم سره کړی، او د دین د خادمانو سپکاوی او د هغوی آزارول یې خپل شعار ګرځولی.
مذکور شخص هغه دی چې د ده له تېري، سختې ژبې او بې ادبه لهجې څخه هېڅ عزتمند او ادبناک شخص نه دی خلاص شوی.
*زه به تاسو ته د هغو علماء کرامو له ډلې څخه څو کسان ذکر کړم چې ده ورته ښکنځل کړي او د هغوی بې حرمتي او بې عزتي یې په یو او بل نوم سره کړې ده:*
۱- د پاکستان او افغانستان د علماءو او مشایخو استاد، لوی محدث او مفسر حضرت العلامة شیخ عبدالحق صاحب رحمه الله، صاحب «الفتاوى الحقانية».
۲- د حقانیه مدرسې موجود محدثین او محترم اساتذه.
۳- امام الموحدین علامه سرفراز خان صفدر رحمه الله تعالی.
۴- د افغانستان د اسلامي امارت د تېر تحریک مفتي اعظم حضرت مولانا عبدالعلي دیوبندي رحمه الله.
۵- مناظر اسلام، وکیل احناف، حضرت مولانا الیاس ګهمن حفظه الله تعالی.
۶- مفتي اعظم افغانستان حضرت مولانا محمد زاهد عزیزخیل حفظه الله تعالی.
۷- د زرګونو علماء کرامو استاد او د وخت ستر غازي مجاهد، استاد شهید امام العزیمة شیخ رحیم الله الحقاني تقبله الله.
۸- مفتي اعظم افغانستان حضرت مولانا مفتي عبدالرؤوف الاطمنان حفظه الله تعالی.
۹- د نن عصر لوی محدث، مفسر، مناظر اسلام، د څلورو طریقو خلیفه، د زرګونو علماءو، محدثینو استاد او پیر و مرشد حضرت مولانا مفتي نجیب الله امین حفظه الله تعالی.
۱۰- محدث العصر، شیخ الحدیث والتفسیر، د کندهار د خرقي شریفې خطیب حضرت مولانا مولوي نظر محمد الافغاني حفظه الله تعالی.
۱۱- د ننګرهار د جهادي مدرسې شیخ الحدیث او د افغانستان د اسلامي امارت د مدارسو د نصاب جوړونکو غړی حضرت مولانا سلطان محمد ثاقب حفظه الله تعالی.
۱۲- د افغانستان د زابل ولایت مشهور دیني عالم او لوی محدث حضرت مولانا عبیدالرحمن عزیزي حفظه الله تعالی.
۱۳- د وخت مجاهد غازي، محدث، مفسر او لوی مفکر، شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا عبدالسميع غزنوي حفظه الله تعالی.
۱۴- د اسلام او مذهب حنفي کلک مدافع، مناظر اسلام، فخر دیوبندیت حضرت مولانا مفتي محمد ندیم محمودي حفظه الله تعالی.
۱۵- او په مجموع کې د میلیونونو مسلمانانو، د دعوت او تبلیغ د لارې او د هغوی د متعلقینو.
*دا څو اشخاص مې مختصراً تاسو ته ذکر کړل چې مولوي عبدالخالق فاتح د هغوی په وړاندې د بې ادبۍ او عامیانه لهجې کارولی،* او ډېر علماء او مسلمانان یې د بې مذهبه په نوم یاد کړي؛ حالانکې دا هغه اشخاص دي چې ټول عمر یې د تصوف او مذهب حنفي په خدمت کې تېر کړی.
نو موږ په ډېر ادب سره له تاسو څخه دا هیله لرو چې موږ او تاسو باید هغه لاره تعقیب کړو، پر کومه لار چې زموږ استادان او اکابر علماء دیوبند تللي دي. په اوسني وخت کې هم باید موږ وګورو چې په علمي لحاظ کوم لوري ته ډېر او لوی علماء دي، او موږ باید د هماغو علماءو لار ټینګه کړو او پر هغې ولاړ شو.
د مولوي عبدالخالق فاتح له لوري موږ ته تل د سیفیت لار ښودل شوې؛ خو د دیوبند هغه علماء چې زموږ، د ده او د ټولو سیفیانو د استادانو په جمله کې راځي، پرېښودل کېږي او بدنامېږي، خو د سیفي ملایانو لکه مولوي غلام حضرت صاحب خبرې بیا داسې ګڼل کېږي لکه د الله تعالی له طرفه چې نازلې شوې وي.
حالانکې د سیفي ملایانو د علمیت او د اکابر علماء دیوبند د علمیت ترمنځ دومره فرق دی لکه د یوې مدرسې د اول صنف د ابتدایي شاګرد او د خپل عصر د لوی محدث او امام ترمنځ.
نو بیا د هر چا خپله خوښه ده چې د خپل دین لپاره د اول صنف د ناپوه شاګرد خبره مني او که د خپل وخت د لوی محدث او امام خبره.
الله تعالی دې موږ ته د حقاني علماءو پیروي او متابعت او د هغوی تعظیم را په برخه کړي، او الله تعالی دې موږ د علماءو له گستاخۍ او بې ادبۍ څخه وساتي.
ــــ
دالله تعالی درضاءلپاره دالیکنه درسره نشرکړی ترڅواسلامي امت داختلاف اوتفرقي څخه وساتل شي اودهرفسادګرمخنوی دوخت له مخی لاووشي
*داسلامي امت داخوت اوعلماءتعظیم غوښتونکی