ډيوه نيازي

  • Home
  • ډيوه نيازي

ډيوه نيازي » ايوبي میډیا am
دافغانستان د حالاتو ، پرمختګونو او ناويلو کېسو صادق غږ ...
زموږ ملتیا مه هېروۍ
ˡᶦᵏᵉ ᶠᵒˡˡᵒʷ ˢʰᵃʳᵉ

تازه، د پولنډ  بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي ویلي، چې هېواد یې د روسیې پر وړاندې په هوايي برخه کې «پریکنده برتري» ل...
15/09/2026

تازه،
د پولنډ بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي ویلي، چې هېواد یې د روسیې پر وړاندې په هوايي برخه کې «پریکنده برتري» لري او که مسکو برید وکړي، پولنډ کولی شي روسیه په لنډ وخت کې ماته کړي.
سیکورسکي د اروپايي ستراتیژۍ د یالتا په کنفرانس کې ویلي، که روسیه پر پولنډ بر‌ید وکړي، دغه هېواد به په جدي توګه جګړې ته داخل شي.

د هغه په وینا، روسیه د پولنډ او بالتیک سیمې د هېوادونو پر وړاندې «د بریا هېڅ هیله» نه لري.
هغه همداراز ادعا کړې چې پولنډ د لوړې کچې هوايي وړتیا لري او کولی شي د روسیې د نفتو د تصفیې د ظرفیت لویه برخه په نښه کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پولنډ د ناټو غړی او د او‌.کراین ګاونډی هېواد دی او د کییف له پوځي ملاتړ څخه مهم رول لري.

تازه،د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپور په تمـ ـسخر واخیست چې پکې ويل شوې وو، د چین د سپوږمکۍ استـ ـخباراتو د امریکا ...
14/09/2026

تازه،
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپور په تمـ ـسخر واخیست چې پکې ويل شوې وو، د چین د سپوږمکۍ استـ ـخباراتو د امریکا پر اډه د ایـ ـران په بـ ـرید کې مرسته کړې ده.

 د راپورونو له مخې، د یونان یوې مسیحي کورنۍ درې غړو اسلام قبول کړی او د شهادت کلمه یې ویلې ده.ویل کېږي چې په اسلام منونک...
14/09/2026


د راپورونو له مخې، د یونان یوې مسیحي کورنۍ درې غړو اسلام قبول کړی او د شهادت کلمه یې ویلې ده.
ویل کېږي چې په اسلام منونکو کې یوه مور، ۱۴ کلن زوی او یو کم‌عمره ماشوم شامل دي. د راپور له مخې، له اسلام وړاندې یې نومونه انټيګوني، دیمیتري او ډیوېډ وو، خو له اسلام منلو وروسته یې په ترتیب سره امینه، محمد او حمزه نومونه غوره کړي دي.
د راپورونو له مخې، دغې کورنۍ د شهادت کلمې په ویلو سره د خپل ژوند نوی پړاو پیل کړی او د دې روحاني مناسبت پر مهال ورته دعا شوې چې په ایمان کې ثابت پاتې شي او په ژوند کې یې خیر او برکت وي.

14/09/2026

د پاکستان پوځ پاشل کېږي
افغان حکومت ته څه په کار دي؟

#افغانستــان #پاکستان

شکریه بارکزي، د افغانستان د پخواني پارلمان وکیله او د ښځو د حقونو فعاله، په انګلستان کې د لندن ښار په یوه ښځینه کنفرانس ...
14/09/2026

شکریه بارکزي، د افغانستان د پخواني پارلمان وکیله او د ښځو د حقونو فعاله، په انګلستان کې د لندن ښار په یوه ښځینه کنفرانس کې د خبرو پر مهال اوښکې تویې کړې.

هغې وویل چې د افغانستان او افغان نجونو ډېرې یادېږي او د بې‌وطنۍ له امله هره ورځ له زړه وینې ژاړي.

لوګر ولایت کې د لومړي ځل لپاره د یوه هوايي ډګر د جوړولو چارې پیلېږي. د یاد هوايي ډګر د جوړولو لپاره شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ا...
14/09/2026

لوګر ولایت کې د لومړي ځل لپاره د یوه هوايي ډګر د جوړولو چارې پیلېږي. د یاد هوايي ډګر د جوړولو لپاره شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي دغه هوايي ډګر به د محمدآغې ولسوالۍ په سرخاب سیمه کې پر شاوخوا ۱۳ زره جریبه ځمکه جوړ شي.

13/09/2026

حیرتان بندر سیمه کې، افغانستان ته پر بېلا بېلو توکو بار را روان رېل ګاډی.
Train in Hairatan🚆








 د خپرو شویو معلوماتو له مخې، یو تن له اوږدې مودې راهیسې د جومات له چاپېریال، د مسلمانانو له چلند او اسلا.مي ارزښتونو سر...
13/09/2026


د خپرو شویو معلوماتو له مخې، یو تن له اوږدې مودې راهیسې د جومات له چاپېریال، د مسلمانانو له چلند او اسلا.مي ارزښتونو سره له نږدې بلدتیا درلوده.

ویل کېږي چې همدې تجربو او څېړنو هغه دې ته وهڅاوه چې د ا.سلام مبارک دین ومني.

د نوموړي د اسلام منلو خبر په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼ شمېر مسلمانانو له هرکلي، مبارکیو او نېکو دعاوو سره مخ شوی او ډېرو خلکو دا پرېکړه ستایلې ده.

゚viralシfypシ゚

د راپورونو له مخې کریسټل وايي د قرآن کریم مطالعه یې د یوې ملګرې د ملاتړ لپاره پیل کړه خو وروسته یې د قرآن پیغامونه په ځا...
13/09/2026

د راپورونو له مخې کریسټل وايي د قرآن کریم مطالعه یې د یوې ملګرې د ملاتړ لپاره پیل کړه خو وروسته یې د قرآن پیغامونه په ځانګړي ډول د طبیعت او کایناتو په اړه آیتونه ژور اغېز پرې وکړ.
نوموړې وایي، شاوخوا ۱۰ میاشتې یې د لارښوونې دعا وکړه وروسته یې د زړه سکون وموند او حجاب یې واغوست. کریسټل ټینګار کوي چې اسلام منلو سره یې خپل بریتانیايي هویت نه دی پرېښی او غواړي خپله تجربه له نورو سره شریکه کړي.

#اسلام #قران

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ادعا کړې ده چې ایـ ـران شاوخوا یو میاشت مخکې، د نږدې یوه ساعت په موده کې، د «ابراهام لینکن...
12/09/2026

د امریکا ولسمشر،
ډونالډ ټرمپ، ادعا کړې ده چې ایـ ـران شاوخوا یو میاشت مخکې، د نږدې یوه ساعت په موده کې، د «ابراهام لینکن» الوتکې وړونکې بېړۍ په لور ۱۱۱ تـ ـوغندي توغولي دي.

ټرمپ وویل چې دا ټول تـ ـوغندي د امریکا د دفاعي سېسټمونو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.

Address

Am Goldsteinpark 36

60599

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډيوه نيازي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed Photography Service?

Share