BOW 4 End

BOW 4 End Photography, travelling, meet people to learn the diversity of cultures.

02/05/2026

د امارت اسلامي افغانستان یو مجاهد خپله قیصه کوي کومه چي ډیره دردوونکی ده.

02/05/2026
29/04/2026

چي د کار سړې یی ریاست یی وژني

پاکستاني رسنیو خپلو خلکو ته دافغانستان داسې انځور وړاندې کړی دی، لکه ګواکې افغانستان چې یو ځنګل دی — یوازې د قهر او عذاب...
25/04/2026

پاکستاني رسنیو خپلو خلکو ته دافغانستان داسې انځور وړاندې کړی دی، لکه ګواکې افغانستان چې یو ځنګل دی — یوازې د قهر او عذاب خاوره؛ نه پکې تعلیم شته، نه ډاکټران، نه پرمختګ، نه پوهنتونونه — بس په هر لاس کې وسله ده او هر افغان ترهګر دی. داسې ښيي لکه افغانستان چې یوازې د کنډوالو نوم وي.
افسوس دا دی چې ډېر خلک دا ډول کیسې پرته له فکر او څېړنې داسې مني، لکه له اسمانه نازل شوی حقیقت چې وي.
حیرانتیا پر هغو خلکو ده چې ځانونه تعلیم‌یافته، متمدن او د شعور دعوه‌داران بولي، خو له تحقیق پرته پروپاګنډه قبلوي.
راځئ، افغانستان د تعصب له عینکو نه، بلکې د حقیقت په سترګو وګورو. دا هغه وطن دی چې تاریخ یې له تمدنونو روښانه دی، چېرته چې د علم دود شته، غیرت شته، کلتور شته، او ژوند هم شته.

۵۴ کاله د زندان په تیارو کې…د نړۍ د تیزو خبرونو او بدلېدونکو کیسو په شور کې، یو داسې نوم هم شته چې د وخت په دوړو کې ورک ...
23/04/2026

۵۴ کاله د زندان په تیارو کې…
د نړۍ د تیزو خبرونو او بدلېدونکو کیسو په شور کې، یو داسې نوم هم شته چې د وخت په دوړو کې ورک شوی دی—نه خپل پرې یاد دي او نه پردي. یو داسې بندي، چې د خپل عمر ۵۴ پرله‌پسې کاله یې د زندان د یخو سیخونو تر شا تېر کړي دي.
دا د سرحان بشاره سرحان کیسه ده… هغه چې په ۱۹۴۴ کال کې د رام الله ختیځ ته، په الطیبه کلي کې وزېږېد. د عرب هویت او د فلسطین د دردونو زېږنده، چې وروسته امریکا ته کډه شو، خو د خپل وطن مینه او د هغه زخمونه یې هېڅکله له زړه ونه وتل.
د ۱۹۶۷م کال جګړه—هغه چې عرب نړۍ یې “نکسه” بولي—د ده پر روح داسې تندر راپرېوت چې د ژوند رنګونه یې بدل کړل. د سینا، لوېدیځې غاړې، قدس، جولان او غزې اشغال، د ده په زړه کې داسې اور بل کړ چې کلونه یې لمبې نه مړېدې.
یو کال وروسته… د همدې درد د کلیزې په ورځ، د ۱۹۶۸م کال د جون په پنځمه، ده په لاس اینجلس کې پر رابرټ ایف کینیډي ډزې وکړې—هغه امریکایي سیاستوال چې د پخواني ولسمشر ورور او د اسراییلو کلک ملاتړی و. دا ډزې یوازې د یوه انسان پر بدن نه وې، بلکې د یوه زخمي وجدان چیغه وه.
هغه هماغه شېبه ونیول شو. محکمه پرې د مرګ حکم واوروه، خو وروسته دا سزا په عمري بند بدله شوه. له هغه وخته تر نن پورې، هغه د کلیفورنیا په زندان کې د وخت له بې‌رحم جریان سره بند پاتې دی.
نیمه پېړۍ تېره شوه…
سرحان اوس زوړ شوی دی. د ده ځواني، د ده خوبونه، د ژوند تر ټولو ښکلي کلونه—ټول د زندان په یخو دېوالونو کې ورکې شوې دي. د وخت په تېرېدو، نه یوازې د ده بدن کمزوری شو، بلکې نوم یې هم د نړۍ له یادونو ورو ورو لیرې شو.
کله ناکله د هغه د ازادۍ لپاره غږونه پورته کېږي، خو لا هم هغه هلته دی—یو ژوندی یادګار د یوې پېښې، چې تاریخ یې لیکلې، خو خپله کردار یې د هېرېدو کندې ته لوېدلی دی.
دا یوازې د یوه بندي کیسه نه ده…
دا د هغه ولس د دردونو انځور دی چې د خپلې خاورې، د خپل قبله اول، او د خپل هویت لپاره یې قربانۍ ورکړې دي. یو وخت دا نوم د نړۍ سرلیک و… خو نن د هېرېدو په تیارو کې ورو ورو ورکېږي.

د حافظ انس غوسهد روژې لومړی سهار و، په ټویټر کې د اوربند خبرې ګرمې وې، یوه ټویټري فعال لیکلي و چې طال/Bان دې د مبارک روژ...
21/04/2026

د حافظ انس غوسه
د روژې لومړی سهار و، په ټویټر کې د اوربند خبرې ګرمې وې، یوه ټویټري فعال لیکلي و چې طال/Bان دې د مبارک روژې په خاطر اوربند وکړي، د افغانانو وینه تویول دې بند کړي... نور شیان یې هم لیکلي وو، ما ځکه و نه زغملای شوای چې په دې وخت کې امریکا له موږ سره دا توافق کړی و چې پنځه زره بندیان مو را خوشي کړي، مګر اشرف غني خبره ځنډوله، دا ځنډ موږ ته د جنګ د دوام په مانا ایسېده.
دا وخت ما د خالد ځدراڼ په نامه فعالیت کاوه او لوستونکي مې هم زیات شوي وو. دا داسې وخت و چې موږ له ډېره صبره کار اخیست او په قطر کې په خبرو اترو بوختو مشرانو هم کوښښ کاوه چې نور په افغانستان کې د جګړې بل اور ګل کړي، خو برعکس ما ولیکل چې په روژه کې یو عبادت په ۷۰ عبادتونو بدلېږي، یعنې ۷۰ چنده ثواب لري؛ غازی/انو پر دښمن د خپلو ټوپکو شپېلۍ را ټيټې کړئ او د یوه غلام د وژلو په بدل کې د ۷۰ غلامانو د وژلو ثواب وګټئ.
ټویټ مې وکړ، موبایل مې بند کړ او په خواږه خوب ویده شوم. کله چې ماسپښین را پاڅېدم ټویټر ته لاړم، زما پر لیکنه ډېرو خلکو تبصرې کړې وې، چا چې منفي کړې وې، هغوی ته مې له ډېر تحمله کار اخیست، نه مې غوښتل داسې خبرې وکړم چې د افغانانو تر منځ د نفرتونو سبب وګرځي، خو د اشرف غني د ځینو پلویانو په فیسبوکي او ټویټري اکاونټونو کې به سړی دې ته مجبوره شو چې سخت غبرګون ور ته ښکاره کړي.
حافظ انس هم تازه له زندانه ازاد شوی و او د قطر په مذاکراتو کې د مهم غړي په توګه موجود و، دوې ورځې پس یې پرله‌پسې دوه د واټس‌اپ پیغامونه را ورسېدل او ما ته یې پکې خوشکه کړې وه:
خالده! ته څوک یې چې په ټویټر کې د نفرت خبرې ټویټ کوې؟ ګوره موږ لګیا یوو چې دلته یو جوړجاړی وکړو، تاسې پر بل شوي اور بېرته پيټرول اچوئ، نور له داسې ټویټونو تېر شه چې د نفرت سبب ګرځي، که نه ټویټر پرېږده!
نه پوهېږم ما په ځواب کې څه ور ته وویل، خو د انس په خبرو کې مې درک کړه چې د کلونو زندان وهلی ځوان هم د عقدې او حسد پر ځای د سولې او امن تږی او د افغانانو د تلپاتې خوشالۍ لالهاند دی.
سره له دې چې هغه وخت په مذاکراتو کې په دغه ډول خبرو باندې اعترازونه کېدل چې تاسې دلته د مذاکرې او اورکم خبرې کوئ، خو د جګړې په ډګر کې موجود ویاندویان او او ملاتړي د ډېرو وژلو امرونه کوي.
له دې وروسته زه نور متوجه شوم چې مشرانو په نرمي کې ګته لیدلې، ما ته هم د خپل اوسني او پخواني ذهنیت تر منځ د نرمي د کرښو زیاتېدو احساس کېده. یا به خبره دا وه چې پردي مو له هېواده وتلو ته نږدې کېدل، زموږ غوسه طبیعي مخ په کمېدو وه.
د کتاب له پاڼو

د غونډۍ سر ته په نږدې کېدو وو چې زما غږونه تر غوږ شول، غلچکي ته ور نږدې شوم غلي مې ورته وویل: دلته خو څوک وغږېدل لکه چې ...
19/04/2026

د غونډۍ سر ته په نږدې کېدو وو چې زما غږونه تر غوږ شول، غلچکي ته ور نږدې شوم غلي مې ورته وویل: دلته خو څوک وغږېدل لکه چې عسکر دې غونډۍ ته را رسېدلي! غلچکي را وکتل: هو، ما هم واورېدل، خو زما ګومان دی چې عسکر دلته نه شته لاندې په کلي کې غږېږي، باد یې غږ راوړي. دا چې وخت کم و، پر ځای د دې چې ملګري پوه کړم چې متوجه شئ، ځان مې له ملګرو لږ را ګوښه کړ او فکر مې وکړ چې که عسکر وي، د توپک یوه ضربه به موږ ټول ورېبي، ښه ده چې زه لږ بېل او مخکې یم. په همدې توګه چې د غونډۍ سر ته ور ورسېدم، مخ ته مې نږدې په دوه متري کې کړپا شوه، زما ټوله توجه یې جلب کړه، په ډېر شدید نظر مې ور کتل او همداسې ورو ورو ور روان وم، یو څو قدمه چې ورغلم او د ونې پر یوه سټه ور واوښتم، پر یو دنګ چنارقده ځوان مې سترګې ولګېدې چې د ملي اردو پتلون یې اغوستی، پړانګي رنګ نری بلوز یې پر تن او د اوږده کارمیلي توپک پر ماشه یې ګوته نیولې وه. وخت حساس شو، مخ مې شا ته نه شوای اړولای چې ملګري چېرې دي او نه مې د راکټ مرمۍ پر ځمکه غورځولای شوای، ډارېدم چې له کړپ سره به مې وویني، ګوته یې تیاره پر ماشه ايښې ده په یوه ثانیه کې مې بلې دنیا ته لېږلای شي. ځای پر ځای ودرېدم، شا ته ملګرو ته مې په لاس کې د راکټ نیولې مرمۍ وښوروله چې یو څوک یې رانه واخلي او زما لاس ډز کولو ته ور خلاص شي. په دې وخت کې د مصطفی په نامه د دیرکې اوسېدونکی یو ملګری خوا ته راغی، فکر کوم لومړی جنګ یې و. عسکر ته موږ نه ور ښکارېدو، ښی څنګ یې موږ ته و. لاندې د نورو ملګرو د پښو څرپا ته داسې ترهېدلی ځیر و لکه پر مخ چې یې کورکمن پاشلي وو. د مصطفی سترګې چې پر عسکر خښې شوې، سمدستي یې چپه ګونډه ورته ماته او چپه سترګه یې د توپک زخې ته پټه کړه، په یوه برش کې یې عسکر داسې وشاړه لکه باد چې یې یوسي. غلچکي غږ وکړ: مه کوئ ډزونه، دا ولې کوئ!؟ ما پرې ناره کړه: عسکر دي، غلچکیه شا ته شه! په دې وخت کې متقابلې ډزې شروع شوې، جګړه وار په وار تونده شوه، ما هم د راکټ مرمۍ وغورځوله او مخامخ مې ډزې پیل کړې، دا چې نور عسکر د ګڼ ځنګل له امله نه لیدل کېدل خو د یوه او بل غږونه مو اورېدل. د ځنګل د ونو شنې څانګې مرميو له ځان سره یوې بلې خوا ته ماتولې. د ډزو ساعت ووت، ورو ورو موږ په جګړه کې شا ته ترې راتلو، وېرېدلو چې د شا له طرفه نور عسکر راپسې را نه شي او محاصره مو نه کړي. د عسکرو نارې مو اورېدې: د پنجاپ بچیانو تسلیم شئ! خو موږ به د همدې چیغو په بدل کې د الله اکبر له نارو سره یو ځای د توپک ضربې ورکړې او بیا به د عسکرو غږونه غلي شول. په دې جګړه کې همدا یو عسکر وژل شوی و او یو هماغه و چې حنظله او ورسره ملګرو وژلی و. زموږ ملګرو ته هیڅ تلفات نه وو اوښتي. د وژل شویو او یا هم د زخمي عسکرو معلومات به موږ ته د زېړوک د ولسوالۍ په بازار کې مېشتو دوکاندارانو راکول. د دوی د راپور په بنسټ به مو معلومات د خپل ولایت د اطلاعاتو له استازي مولوي نافذ او بیا هغه د امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره شریکول. دکتاب له پاڼو
نورو برخو لپاره ایډی فالو کړئ

دا توپک او بکس د چا دي؟ما هم بې له فکره ځواب ورکړ:دا زما دي!بیا یې وپوښتل:دا دې د څه لپاره ایښي دي؟ـ په دې کې مې خپل کتا...
15/04/2026

دا توپک او بکس د چا دي؟
ما هم بې له فکره ځواب ورکړ:
دا زما دي!
بیا یې وپوښتل:
دا دې د څه لپاره ایښي دي؟
ـ په دې کې مې خپل کتابونه او اسناد خوندي کړي!
لکه زما خبره چې یې زړه ته نه لوېدله، د بکس کوډ یې راباندې خلاص کړ.
په بکس کې زما د پلار روسۍ ټي ټي توپانچه، دوه لاسي بمونه، د جهادي ترانو او نظمونو کتابچه او همدا رنګه په مقناطیسي بمونو کې کارېدونکی موبایل ایښي وو. دا شیان ټول ما پخپله پکې ځای پر ځای کړي وو. عسکر په بکس کې دننه غوړول شوی دسمال يوې او بلې خوا ته کش کړ، مګر لکه پر هر څه چې یې سترګې پټې شوې، له لټونه وروسته یې بکس زما مور ته ورکړ چې دا بېرته کور ته یوسه.
ما فکر وکړ چې عسکر شاید نفوذي مجاهد وي له وسلو او اسنادو بار بکس یې همداسې ډک زما مور ته وسپاره. مور مې بکس کور ته روان کړ، زه عسکرو دباندې ورسره رهي کړم. توپک یې د خپل ډاټسن موټر په سیټ کې کېښود او زه یې له نورو کلیوالو سره یو ځای لاس تړلی د سړک پر منځ کېنولم. ما چې پر ټولو نظر تېر کړ شکر مې وکيښ چې د ټولو کلیوالو سترګې تړلې دي، هيڅوک مې هم نه ويني، که نه زما په لیدو به یې ښايي سمدلاسه عسکرو ته ور پېژندلی وم چې طالب یم.
شېبه نیمه پس زما د بکس پر پلټونکي عسکر په مخابره کې غږ وشو چې له نیول شویو کسانو شپږ یا اووه شکمن کسان راوړئ او نور کلیوال خوشې کړئ.
عسکر له ډاډ ورکولو وروسته لومړی زما لاسونه را خلاص کړل او په تریو تندي یې راته وویل:
ـ نور دې و نه وینم، کور ته ځه!
ما یې سترګو ته وکتل، په دې وخت کې مې شک پر یقین بدل شو چې عسکر نفوذي مجاهد دی. څو قدمه مخکې لاړم، خو توپک مې رایاد شو، بېرته را وګرځېدم، عسکر ته مې وویل چې زما توپک راکوئ؟
غلي يې وویل:
چېرې دی؟
ما مخامخ ډاټسن ته ګوته ونیوه.
ـ ژر یې واخله او خپله لار ونیسه چې بیا له کوره رابهر نه شې!
دکتاب له پاڼو
#افغانستان

24/03/2025

تازه ترین خبرونه، د سټیټ کنټرول میڈیا دا حقایق نه وړاندی کولى.

Address

Kuala Lumpur
Kuala Selangor

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when BOW 4 End posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to BOW 4 End:

Share

Category