Maaz Khyal

Maaz Khyal Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Maaz Khyal, Peshawar.

"خبرې ډېرې او سر ٸې يؤ "۔۔۔ د زړهٔ تسکین له به څه لار لټوو، حالات که هر څنګه وي ۔ ۔☆☆☆نهٔ په سُود او نهٔ په زیان باندې پ...
09/10/2024

"خبرې ډېرې او سر ٸې يؤ "۔۔۔ د زړهٔ تسکین له به څه لار لټوو، حالات که هر څنګه وي ۔
۔☆☆☆

نهٔ په سُود او نهٔ په زیان باندې پوهېږم
زهٔ قسم دے که په ځان باندې پوهېږم

دا دنیا که چاړېقوتې ده نو خېر دے !
د خپل فکر په زبان باندې پوهېږم

بېګا توره بلا ما په خوب لیدلې
زهٔ مې پیره په ایمان باندې پوهېږم

د څاروو ارواح پوهنه درته ليکم !
خو واللّٰه که په انسان باندې پوهېږم

ناست جونګړه کښې،جلال ته مې ٸې خیال دے
ړوند خو نهٔ يم ! په اسمان باندې پوهېږم

ډاکټره بس په ځاے د ټینګې نهٔ دے نو !
زهٔ بس دومره په خیال جان باندې پوهېږم

24/08/2024

په دې هفته کښې چې کومو ښاغلو مشرانو او ملګرو زمونږ سره په دې مصنوعي نړۍ کښې ملګرتیا او ګډون کړے، هغويی ته هر کلے وایُو او يو جهان مننه ٸې کوو۔
که نور ملګري رانه هیریږي نو د هغویی نه ښهٔ درسته بخښنه غواړم ۔

Abdul Basit .
Suliman Khan .
Waris wazir وارث وزیر ۔
A Kamal A Kamal .
Abdul Qadus .
Jawad Hayat .
Tasbiullah King .
Muhammad Zubair Hasrat .
Khan Kor Afghan .

08/08/2024

(نوې ملګرتیا)

ددې پاڼې خوښوونکو ښاغلو ته هر کلے وایم او مننه ٸې کوم ۔

عماد باچا Imad Bachaa
فِدا شمس صېب Fida shams( زما د ښوونځي استاذ)
باجوړ ګلونه Bajawar gulona
ارشاد یوسفزﺉ Irshad yousafzai
عثمان خان Usman khan
Muhamad Dhayan khan محمد ديان خان
وزير ۔۔۔ Wazir . . .

یادګېرنه : نورو ملګرو هم زمونږ سره په دې مصنوعي نړۍ کښې ملګرتیا کړې ، خو نومونه ٸې رانه هېر دي ۔د هغویی نه بخښنه غواړم ۔

18/06/2024

زهٔ يو لېونے يم ، له ما غلې شه
خيال مې غلطيږي دنيا غلې شه

ستا د صفايٸ د اورېدو نهٔ يم
تهٔ رانه هم چپ شه، لېلا غلې شه

ما ته څهٔ وے ، حال دې دا دے زندګۍ
ګوره!چې خبر ٸې نو بيا غلې شه

نور نور ګُمانونه سر ته مهٔ راوړه !!
نور څه مې راوړي ٬ بيديا غلې شه

والله که څه شُد بُد باندې ککړ يم
مهٔ مې چېړه ، بس کړه ، ګُناه غلې شه

خيال غرق دے په خپل ځان کښې، بُوڅ کمر دے
خپل ځان ته غږېږه ، له ما غلې شه ۔

"خود" ۔

په عکس زهٔ پړ يم او غزل ستاسو په رحم وکرم ۔۔!په حُسن پسې مړهٔ ، خلک خراب شو!!!ګوره څومره ښهٔ خلک خراب شو ربه دلته حُورې ...
20/01/2024

په عکس زهٔ پړ يم او غزل ستاسو په رحم وکرم ۔۔!

په حُسن پسې مړهٔ ، خلک خراب شو!!!
ګوره څومره ښهٔ خلک خراب شو

ربه دلته حُورې ، غِلمان فري دي !!!
دلته ډېر ښېستهٔ خلک خراب شو

د مکارو خو غوا لنګه ده باچا !!!!
تُف دے٬ چې د زړهٔ خلک خراب شو

غليم مُبين او په هر څه خبر !
وېمه چې په څهٔ خلک خراب شو؟؟

خياله! اوس د واؤرې نه ساړه دي!!
خياله سم تاؤدهٔ خلک خراب شو ۔

28/12/2023

رايؤ دې شي دا غر او مازيګر
جنت مې شي،دلبر او مازيګر

اوس خو ترې جانانه مطلب سيند دے
ارمان ارمان ګودر او مازيګر

خالصه د قيامت منظر کشي ده !!
زما زړهٔ شينے سر او مازيګر

د لرې ګورم ورتلے نهٔ شمه !!!
بل نهٔ راځي هُنر او مازيګر

په خيال به څهٔ تيريږي؟سوچ کوه!
يو تهٔ ما کافر ٬ او مازيګر

#به قلم خُود #

د يؤ صنم دے، خو سم دےپه زړهٔ مې غم دے٬ خو سم دےمرګ سره خبرې کوي !!!!د ژوند کرم دے، خو سم دےزما سره څهٔ ودرېد چې !په خؤله...
24/11/2023

د يؤ صنم دے، خو سم دے
په زړهٔ مې غم دے٬ خو سم دے

مرګ سره خبرې کوي !!!!
د ژوند کرم دے، خو سم دے

زما سره څهٔ ودرېد چې !
په خؤله ئې ځم دے، خو سم دے

ما ته ملاکنډ راياد شي !
کافر تورخم دے، خو سم دے

د ټک ځاۓ ورپکښې نيشته !
خيال سم دے٬ سم دے، خو سم دے

م۔خــيال .

16/11/2023

د پوهنتون د ملګرو د برکته ئې تاسو هم واؤرئ نو...!

Address

Peshawar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Maaz Khyal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Maaz Khyal:

Share