Khpalwak/خپلواک

Khpalwak/خپلواک خدای ، وطن ، امن

د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي شورا غړی زبېر شاه اغا نن په کویټه کې د ماهرنګ بلوڅ پر ضد د عمر قید د ظالمانه پرېکړې د غندنې ...
28/06/2026

د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي شورا غړی زبېر شاه اغا نن په کویټه کې د ماهرنګ بلوڅ پر ضد د عمر قید د ظالمانه پرېکړې د غندنې لپاره له جوړ شوي پرېس کنفرانس څخه د راوتلو وروسته، له خپلو دوو نورو ملګرو سره یو ځای د ریاستي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

پنجابی استعمار دې په دې پوه وي چې د نیونو، زندانونو او زور له لارې د حق، عدالت او ازادۍ غږ نه شي خاموشولای. هغه غږونه چې د خپل قام د امن، عزت، بشري حقونو او اساسي ازادیو لپاره پورته کېږي، د جبر په وسیله نه مري، بلکې لا پیاوړي کېږي.

د پنجابي استعمار دا ډول کړنې به هیڅکله د بلوڅ او پښتون مزاحمت اراده ماته نکړي او نه به د حق غوښتنې مبارزه ودروي

وائي منظور په ګودام کې دی ګودام تر هغو سرکاري دفترونو سل واره غوره دی چې د خپل وطن د وسائلو سوداوې پکې کيږي ګودام تر هغو...
27/06/2026

وائي منظور په ګودام کې دی
ګودام تر هغو سرکاري دفترونو سل واره غوره دی چې د خپل وطن د وسائلو سوداوې پکې کيږي

ګودام تر هغو پوځي قلعو او کينټونو ميليون واره غوره دی چې د خپل وطن د خويندو او ميندو د کډوالۍ د اپريشينونو د بربادۍ په بدل کې چوکۍ او وزارتونه لاسليک کيږي

ګودام تر هغو غونډو او ناستو ډېر غوره دی چې د خپلو خلکو جاسوسي ورته کوې د خپل وطن خلک دښمن ته څملوې

ګودام تر هغو پستو چوکۍ ډير غوره دی چې دښمن ته پکې سرونه ټيټيږي د خپلو هم سنګرو ملګرو قاتلانو ته غاړه ورکول کېږي د خپل وطن استعمار ته پکې سلامي کيږي

ګودام تر هغه سرټيټې ناستې ډیر غوره دی چې ستا په مخکې دښمنان ستا د قام خويندي او ميندې ښکنځي ستا د قام شال او شمله سپکوي خو ته ورته چاپلوس چاپلوس کيږې او د توند غبرګون په ځای ورته د حمایت سر ښوروې

ګودام تر هغې بې ننګۍ لس واره غوره دی چې ددې دښمن په غيږ کې ناست يې او خپلو ته غاښونه چيچې د دښمن په ټوپک پخپلو بدماشي کوې

تاسو خو به په ګودام کې نه ياست؟ تاسو خو به ښاغلي ياست؟ تاسو خو به په ميدان حاضر ياست؟ د قام او وطن لپاره د بې کوره شويو لپاره د اپريشينونو د مخنیوي لپاره د لادرکه شویو او نیول سويو لپاره د وژل شويو او بمبار شويو لپاره مو کومه توره وهلې ده؟
د کوم درد دوا سوي ياست؟
د کومې بلا مخ مو نيولی دی؟

د دښمنانو په دربار کې ستاسو د خرڅو شويو او د ملي مشر منظور پښتون د قيمت د ځمکې او اسمانونو فرق دی
ستاسو ټول قيمت يو وزارت او چوکۍ وي خو همدا تاسو چې پرې نازيږئ دا ستاسو پلرونه جنرالان پي ټي ايم ته نن هم د پوره پوره صوبې حکومتونه ورکوي هر ډول مراعات ورکوي
نو پي ټي ايم ستاسو غوندې بې ننګي وکړي او ستاسو په شان د قام دلالي وکړي بل پښتون ټيټ کړي او ځان د دښمن په مخ کې وفادار او خدمتګار ثابت کړي
نه هيڅکله هم نه
پي ټي ايم مرګ مني زندان مني ځان بې کوره کړل مني تشدد مني خو د قام په سر سودا نه مني
ستاسو ټوله رهبري د پي ټي ايم د يو عام کارکن و ايمان ته هم نشي رسېدلای ځکه ستاسو هدف نوکري ده او د پي ټي ايم هدف خپلواکي ده

چې کله پي ټي ايم نه وو ستاسو غږ چا پورته کولو؟
ددې قام مقدمه چا جنګول؟
د پښتون قام د ټولو برباديو ډيټا چا راټولول؟
نن هم چې پي ټي ايم کالعدم دی مشرتابه يې په زندانونو کې دي بيا هم د هر اپريشين د هر پښتون د بربادۍ د هر پښتون د مظلومیت غږ څوک پورته کوي؟

بيا ولې دومره ناشکري کوو چې د پي ټي ايم غوندې سپېڅلي تحريک باندې الزامونه لګوو مخالفت او دښمني يې کوو
سمه ده ستاسو په خوله پي ټي ايم بد دی خراب پي ټي ايم به همدا نن خپل تنظيم ختم کړي
خو هغه ځينې تش په نامه سياسي او قامپال ګوندونه يا میراثي رهبران چې د پي ټي ايم سرعام دښمني کوي د پي ټي ايم په دښمني باقاعده له رياست څخه انعامونه وزارتونه او چوکۍ اخلي
آيا تاسو په هغوی کې دومره سور سترګې او نران وينئ چې بیا به د هر لادرکه شوي پښتون لپاره غږ پورته کوي د هر اپريشين مخالفت به کوي د رياست هره ډالري پاليسي به رسوا کوي د هر پښتون سره به بېل بېل دريږي؟
تر ځانونو او ګوندونو به ډير د ولس خيال ساتي؟

خو ستاسو ځواب به د تل په شان همدغه وي چې نه

دوی په رياست نه بلکې د حاضر وخت په پارلماني حکومت به څو نمایشي نيوکې وکړي حال دا چې دلته پارلمانونه او عدالتونه څه ددې هيواد صدر او وزيراعظم لا هم بې اختیاره دي نو بې اختيارو ته ګيلې کول فرياد ورته کول د کوم درد دوا کيږي؟
دوی هيڅکله هم هغه مار ته خوله نه وروړي نه لاس ورته نيسي چا چې دا ټوله لوبه له کلونو کلونو راهيسي روانه کړې ده لکه پوځ او استخبارات

رياست هم غواړي چې پي ټي ايم او بي وائي سي ختم سي کالعدم سي ووژل سي بنديان سي بدنام سي بد معرفي سي د ټول عمر لپاره يې غږونه خاموش کړل سي د پښتنو او بلوڅانو قامي خاينان او دلالان هم شپه او ورځ په دغو تحريکونو پسې لګيدلي دي چې بدنام يې کړي

نو د رياست دفاع کوونکي د رياست بريا غوښتونکي به څنګه د خپل قام خير غوښتونکي سي؟

زه حيران هغو خلکو ته يم چې د قام او وطن خير هم غواړي امن هم غواړي انصاف هم غواړي خو بيا هم په دغسې قامي خاينانو پسې په پټو سترګو روان دي د هغوی مشري او رهبري هم په ځان مني
يا د قام سره ودريږئ يا د قام دښمنه رياست سره
بل اپشن نسته بل اپشن که وي هم نو هغه به منافقت وي

#𝐏𝐓𝐌𝐒𝐲𝐦𝐛𝐨𝐥𝐎𝐟𝐏𝐞𝐚𝐜𝐞




که ننی پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي مشر منظور پښتون په غلطه دي او تاسو ځانونه په حقه ګڼئ نو بيا خو د هغه وخت قيوم خان هم پ...
15/06/2026

که ننی پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي مشر منظور پښتون په غلطه دي او تاسو ځانونه په حقه ګڼئ
نو بيا خو د هغه وخت قيوم خان هم په حقه وو او ستاسو په قول خدایي خدمتګاران هم په غلطه دي
دا څنګه کیدلای شي چې پرونۍ مبارزه دې روا وي او ننۍ هماغه مبارزه دې ناروا وي
پرون هم قيوم خانيانو ته سرکاري مراعات ورکول کیدل پيسې او نوکرۍ په دې شرط ورکول کيدلې چې د خدایي خدمتګارانو په خلاف ودريږئ
او تاسو چې د نن وخت خدایي خدمتګارانو يانې د پي ټي ايم په خلاف ولاړ ياست هر ډول مراعات درکول کيږي هغه د پرون قيوم خان وو او انيمل ولي د نن وخت قيوم خان دی
ستاسو که د پوځ سره اړيکې تر ټولو ژورې او دومره پراخې نه وای تاسو به هيڅکله هم دومره په ډاډه زړه نه ویلای چې هر کار ماته پریږدئ

«د پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتین وايي:زه وینم چې ځینې خلک بېځایه خبرې جوړوي،خو که د دوی په عقلونو کې لږ سوچ هم وای،نو پ...
15/06/2026

«د پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتین وايي:
زه وینم چې ځینې خلک بېځایه خبرې جوړوي،
خو که د دوی په عقلونو کې لږ سوچ هم وای،
نو پوه به شول.
کله چې زموږ وخت راورسي،
بیا به تاسې ته وښیو چې موږ چېرته ولاړ وو.»
Manzoor Ahmad Pashteen

که مقاومت يا مزاحمت ليدل غواړئ نو کشمیر ته وګورئ دوی یوازې کشمیریان سوي دي او بيا راوتلي دي د دوی ملا لومړی کشمیری دی او...
10/06/2026

که مقاومت يا مزاحمت ليدل غواړئ نو کشمیر ته وګورئ دوی یوازې کشمیریان سوي دي او بيا راوتلي دي
د دوی ملا لومړی کشمیری دی او بیا یو ملا دی.
د دوی تجار يا سوداګر هم لومړی کشمیری دی او بیا یو سوداګر دی
د دوی مزدور هم اول کشمیری دی او بیا یو مزدور،
د دوی مذهبي، قامپال، جمعیت، جماعت، پیپل، انصافي، مسلم لیګی لومړی کشمیری دی او بیا د سیاسي ګوند کارکوونکی. دا یو اتفاق دی... دا د بشپړ پلان سره مقاومت دی... دا هر ډول زورور په ګونډو کولای سي او خپلې غوښتنې پرې منلای سي

يادونه
موږ نه پښتانه پاتې سو نه افغانان پاتې سو موږ پر ډلو او بېلابېلو ګوندونو تقسيم يو، موږ پر قبيلو او قومونو ويشلي يو
موږ د يوې نوکرۍ لپاره د يوې راهدارۍ لپاره د يوي وزارت لپاره هم تر قام هم تر وسائلو او تر وطن تېر يو، يوازې تر وطن ورته تېر نه يو بلکې چې څوک د وطن خبره کوي د وطن مقدمه جنګوي د هغوی هم سرسخته مخالفت کوو

09/06/2026

هیڅوک دا پوښتنه نه کوي چې د نیشنل ګوند او پي ټي ايم تر مينځ چې کومه شخړه روانه ده
دا لومړی چا پيل کړه او څنګه يې پيل کړل؟
لومړی الزام چا ولګولو چا ناحقه سپکې سپورې وکړې؟
له دې مخکې هم په وار وار دا ماحول لومړی څوک جوړ کړي؟
کاش موږ ملامت ته ملامت ويلای سوای
کاش موږ حق او ناحقه پيژندلای
کاش موږ د قام په سر ځورول شوي وژل سوي او لادرکه شوي هم درک کړي وای او هغه خلک مو هم درک کړي وای چاته چې دښمنان مراعات ورکوي چوکۍ او نوکرۍ ورکوي
زموږ په قام کې د قام غدار او د قام غمخوار ته په يوه سترګه کتل کيږي

08/06/2026

چې د هندوستان تر قبضه لاندې کشمير کې کشميريان د جلا رياست د جلاوالي خبرې وکړي کاڼي وغورځوي اورونه بل کړي
هغه سمه خبره ده هغه يې خپل حق دی
مګر که د پاکستان تر قبضه لاندې کشمير کې فقط د ګرانۍ او انساني حقوقو خبره وکړي بيا غداران دي بيا کالعدم کيږي بيا پرې کريک ډاون کيږي

که نن پر وزيرستان ده سبا د پښتنو پر بله سيمه هم دا حالت راروان دی ‎په جنوبي وزيرستان اعظم ورسک لوٸر سيمه کښې پوځ راځي او...
08/06/2026

که نن پر وزيرستان ده سبا د پښتنو پر بله سيمه هم دا حالت راروان دی
‎په جنوبي وزيرستان اعظم ورسک لوٸر سيمه کښې پوځ راځي او په کورونو دغه فام فليټ لګوى او تر شپږ 6 بجو پورے ده کور ده خالى کيدو امر ورکوى ۔ او دا هم واٸى که کور مو خالى کړو او که نه مونږ به پرے بمبار کوو ۔ دا کم انصاف دے دا کم قانون دے چې ده خپلو روزل...‎

08/06/2026

لومړی يې په پښتنو او بلوڅانو داسې قيامت راوستلو په لارو او چيک پوسټونو يې زليله کول اوس يې هغه بې ګناه کشميريان نيمايي شهيدان او بنديان کړل او د پاتې کشميريانو سره داسې چلند کوي دا يې د لوړ پوړو چارواکو لارښوونې دي

Address

Kabal
Kabal Kala

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khpalwak/خپلواک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share