11/04/2026
پلارانو او د کور مشرانو!
د وروسته پښیماني څخه ولې اوس فکر نه کوئ، چې زما زوی، ورور او یا د کورنۍ کوم بل غړی دا قیمتي مبایل له کومه کړ؟ دا ښکلي کالي ورته چا واخیستل؟ دا ساعت یې له کومه ترلاسه کړ؟
دا چې هره ورځ مېلو او چکرونو ته وځي، دا لګښتونه یې څوک برابروي؟
دا ستاسو کم عمره او یوسف مخی ځوانان له چا سره ګرځي، دا څوک او څنګه خلک دي؟
ولې اوس پوښتنه نه کوي او د انسي شیطانانو مخه نه نیسي؟؟؟؟
که خدای مه کړه یو ځل د بدنامۍ تور داغ مو پر سپینه لمن ولګېد، بیا یې په هېڅ پښیمانتیا او هېڅ قیمت پاکولی نه شي.
نو مخکې له دې چې ناوخته شي، د خپلو اولادونو ساتنه وکړئ، خپل عزت خوندي وساتئ او خپل ځوانان د هغو کسانو له منګولو وژغورئ، چې غواړي هغوی د خپلو حیواني غوښتنو قرباني کړي.
مونږ فالو کړی
ارواه پوهنه