MusaAhmadzai

MusaAhmadzai ناولونه کیسي غوره معلومات ادبي لیکني
شیرونه

يانې ځې نه ايسارېږې !که هرڅومره درته کلک شمقسمونه درته درکړمزيارتونه درته ياد کړم سيپارې دې مخ ته کېږدمباباګان درته قطار...
25/05/2026

يانې ځې نه ايسارېږې !
که هرڅومره درته کلک شم
قسمونه درته درکړم
زيارتونه درته ياد کړم
سيپارې دې مخ ته کېږدم
باباګان درته قطار کړم
که له ځانه ماشوم جوړ کړم
او په چيغو درته سر شم
بيا به زړه رباندې خوږ کړې
بيا به پاتې شې نازکې !
يانې ځې نه ايسارېږې !
يانې اوس هم تابعداره
د‌ خپل ضد او د عقدې یې
د غرور په بام ولاړه
د ښايست په نشه مستې
د ځوانۍ خولو کې غرکې
يانې هيڅ يو دليل نشته
چې د تلو مخه دې ډب کړي
يانې هيڅ خوشبیني نشته
چې د شتون زیری دې راکړي
وه د خدای په قلم هستې
وه مغرورې خدا مستې
وه د خدای په قلم جوړې
وه د خدای د خلقت بېلګې
د خپل ځان په ذات کې ورکې
د اسمان په ځمکه ميشتې
اسمان رنګې ستور مزلې
خود بسايې مکملې
بس دی بس دی زورورې
اې د حسن پېغمبرې
د خدای روی وکه کافرې
مه ځه مه ځه،
خير دی مه ځه
لطفا مه ځه
يو قدم وانخلې مه ځه
د زړه سواندو په مذهب شه
د يو چا د ژوند سبب شه
بهسودوال بېرته ژوندی کړه
دا ملنګ خاک نشين واخله
د سينې په تخت یې ځای کړه
جنتي غېږ ترېنه تاو کړه
ښه یې ځان ته رانژدې کړه
دا کافره خوله دې ورکړه
دا حرام اننګي ورکړه
ټول حلال حرام پرې وخوره
دا ګناه ورباندې وکړه
دا ګناه به دې احسان وي
دا ګناه به دې احسان وي
دا ګناه به دې احسان وي

پرويز بهسودوال ✍️

دکامی ولسوالۍ د خلکو د پام وړ!دا چې زمونږ ولسوالۍ  ته یو ډول کوتري راغلي او کلی ته یي یوه خاصه ښکلا ور په برخه کړي، خو ل...
10/04/2026

دکامی ولسوالۍ د خلکو د پام وړ!
دا چې زمونږ ولسوالۍ ته یو ډول کوتري راغلي او کلی ته یي یوه خاصه ښکلا ور په برخه کړي، خو له بده مرغه یو شمیر ځوانان لګیا دې او د دوي ښکار پسي یي ټوپکي راخیستي،
نو له ټول مجاهد ولس څخه په ډیر درنښت هیله کیږي چي نور د دې کوترو د ښکار څخه لاس واخلئ او مه پریږدئ چي بهرني ښکاریان دې ستاسي له قریي دا یوازینۍ ښکلا واخلي نور نو باید دا ځل د خیټي د مړیدو پر ځاي د روح، روان او طبیعت په ښایسته کولو تمرکز وکړو.
د سولي دې یوازیني سمبول ته دا کلی په دوزخ مه بدلوئ.
او راځئ دې مرغانو ته د خپل انسانیت او ترحم ثبوت وړاندي کړو.
پوسټ ده ثواب په خاطر شیر کړی
Musa Ahmadzai
MusaAhmadzai

ناول: ژړېدلې اُوښڪه❗برخه: لومـړۍ❗ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ کال تېر شو د نهم ټولګي پېلېدو ته ...
01/02/2026

ناول: ژړېدلې اُوښڪه❗
برخه: لومـړۍ❗
ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ
کال تېر شو د نهم ټولګي پېلېدو ته په تمه وم ژمى وو
هوا هم ډېره سړه وه مور مې بخارۍ ته لرګي راوړل
بخارۍ کې یې اور بل کړ راغله زما ترڅنګ کېناسته او
راته ویې وېل
یاسینه زوېه په کور کې ېوازې پنځه زره افغانۍ پاتې دي
او سبا دې پلار هم ډاکتر ته بېاېو هغه هم کېدى شي هلته
مصرف شي نو که تا هم کوم کار ځان ته پېدا کړې نو
ډېره به ښه وه!
ورته ومې وېل مورې نو زه به کوم کار ترسره کړم ماته خو کوم کار زده
هم نه دى؟
مور مې لاړه له دهلېز نه یې له ځان سره د بوټانو
بورس او رنګ راوړل او ماته یې ووېل
زوېه! ماته ځیر شه چې زه ستا بوټان څنګه رنګوم
خبرې مې ورپرې کړه مورې بوټان خو رنګولى شم نو بېا مه واېه چې زما کوم کار نه دى زده!
ښه سمده مورې زه ځم سر له نن دا کار شروع کوم
ورځ تیره شوه ماسختن مې دبوټانو رنګ او توکي تیار کړل
سهار چې له خوبه راپاڅېدم لاړم اودس مې وکړ لمونځ
مې وکړ مور مې چاى راواخیست چاى مو وڅکه د
ګاونډي په موټر کې روغتون ته لاړو پلار او مور مې
روغتون ته ننوتل زه د بازار په لور روان شوم هلته په
ګرځېدلو ستړى شوم لاړم د ېو دوکان ترڅنګ مې ډډه
ووهله په دوکان کې په لوړ غږ دغه سندره چلانه وه غریبي ده ، غریبي ده
له غم ډکه زنده ګي ده ........
دې سندرې مې په مخ مړې ، مړې اوښکې راروانې
کړې له سترګو مې اوښکې جاري وې ناڅاپه مې ېو سړى
څنګ ته راغى بوټان یې له پښو راوباسل او ماته یې
راکړل ویې وېل
ګله دا بوټان رنګ کړه، بوټان مې راواخیستل بوټان تک
تور رنګ شوي وو پاک ستره وو ورته ومې وېل
کاکا بوټان خو دې رنګ دي نو بېا یې ولې رنګوې ؟
سړی ټینګار وکړ چې ته زما بوټان رنګ کړه بېا یې
درته واېم
بوټان مې رنګ کړل سړي هم په پښو کړل له جېبه یې
لس افغانۍ راؤویستې ماته یې راکړې
که چېرته مې پېسې بې له دې چې ته مې بوټان رنګ
کړې درکړې وي نو ته به بېا په مفته پېسو اموخته شوی
وې او کېدى شي چې سوال ته دې مخه کړې واى
ویې وېل نو ځکه مې دا کار ؤ نه کړ الله پامان
سړی روان شو زما دعاګانې ورپسې شوې
پاڅېدم د سرړک پره غاړه روان شوم ېودم ېو دوکاندار
راباندې غږ کړ
هلکه راشه دا بوټان خو مې رنګ کړه لاړم بوټان مې
ورته رنګ کړل پېسې یې راکړې روان شوم د لمر
سترګه ورو، ورو غرونو پټوله کېناستم له جېب نه مې روپۍ راؤویستې ومې شمېرلې ېو نیم سل روپۍ وې د
پلار لپاره مې په لږو روپیو مڼې راواخیستې کور ته
روان شوم کور ته په ننوتو مې مور ته سلام ډالۍ کړ
خو ځواب یې رانکړ بېا مې ووېل:
سلام مورې!
ویې وېل:
وعلیکم زوېه لاړ شه دې بلې کوټې کې مې بخارۍ کې
اور اچولى
-ولې هغې کوټه کې مورې؟
زوېه هلته دې پلار ویده دى ما وېل زموږ په خبرو راویښ نه شي
لاړم د بخارۍ ترڅنګ مې ځان ګرم کړ مور مې هم
راغله راسره کېناسته خو د مور ژبه مې د نورو ورځو
په توپیر ګونګه ښکارېده سترګې یې هم د انار د اوبو پرې
شانه سرې وې ترې ومې پوښتل ولې خواشینې یې
مورې څه خبره ده ؟
-زوېه ستړې ېم خواشینې نه یم
ښه مورې ډاکټرانو څه وېل پلار مې اوس ښه دى؟
مور مې په دې ځواب کې ځنډ وکړ
بېا مې ورته ووېل مورې ډاکټرانو څه وېل؟
- وېل یې چې اوس ښه دى
- مورې هغه مڼې مې پلار جان ته راوړي دي چې
راپاڅېد ور یې کړه چې ویې خوري
مور مې ترڅنګ ناسته وه خو ما وېل که له ځان سره
غږېږم پاڅېدم بلې کوټې ته روان شوم چې د پلار حالت
مې وګورم مور مې راغږ کړ
چیرته ځې زوېه؟
- ځم پلارجان مې ګورم
زویه هغه اوس ویده دی
کېناستم څو شېبې وروسته دروازه وټکېده روان
شوم چې دروازه خلاصه کړم
مور مې راغږ کړ
زوېه زه یې خلاسوم
په شک کې ولوېدم چې نن ولې هر څه بدل ښکاري مورمې راته وویل
ته راونوځې د ګاونډ ښځې راغلې
نو مورې هغه په دې شپه څه کوي
مور مې زما پوښتنه بې ځوابه پرېښوده ووتله دروازه یې خلاصه کړه د ګاونډ د ښځو په را ننوتو په انګړ کې ویر شروع شو
منډه مې کړل د پلار څنګ ته لاړم د پلار دمخ نه مې څادر پورته کړ چې ومې کتل
زنه یې په سپینه ټوټه تړل شوې مور ته مې ورمنډه کړل په لوړ غږمې ووېل
مورې دا هر څه دروغ دي مورې ، مورې، مورې!
مور مې په انګړ کې غورځېدلې پرته وه د ګاونډ ښځو
یې په سر لمده ټوټه اخوا دېخوا کوله د کلي خلک راغلل
خو زما په لېدو به یې په ژړا شروع وکړه شپه مې په
ژړا تېره کړه جامې مې په اوښکو داسې لتې پتې وې
لکه باران چې لمدې کړې وي شاوخوا یوه بجه وه د
حجُرې نه ېو سپین ګیري سړي غږ وکړ
چې مړى را باسو د جنازې وخت دى خو ما کټ داسې
کلک نیولى ؤ لکه ماشوم چې د خپلې مور لمنه په
کوچنیوالي کې نیولې وي
کوټې ته څو تنه راننوتل د کټ ترڅنګ راغلل د پورته
کولو نه مخکې یې زه له کوټې نه وویستم بېرته مې
کوټې ته منډه کړل
کوټه کې مې ېوازې د پلار څادر تر سترګو شو انګړ ته
ووتم ښځې په ژړا سر وې له کوره ووتم د جومات په لور مې منډه کړه تر پلارجان پورې ورسېدم د پلار له
مخ نه مې کڅوړه لرې کړه
پلارجان،پلارجان نارې مې پرې وکړې خو غږ یې نه
راته کاوه
ملا د جنازې لمونځ ورکړ خلکو مې پلارجان
راواخیست او امبولانس موټر ته یې وخېږاوه
زه یې هم ترڅنګ کېناستم په لاره کې مې فقط
مړې، مړې اوښکې د پلارجان په مخ توېولې هدیره
راورسېده خلکو مې پلارجان واخیست د کیندل شوي
قبر خواته یې وېوړ.
زه هم ورښکته شوم خو خلکو د قبر خواته نه پرېښودلم
هر چا مې مخه نیوله ېوازې مې ژړا له وسه پوره وه
‌پلارجان یې په قبر کې ښکته کړ خلکو یې په سر
خاورې ورواړولې ملا دعا وکړه خلک روان شول خو
زه تر ماښامه د پلار جان د قبر ترڅنګ ناست وم دا
نارې مې وهلې پلاره ته نه یې مړ دا هر څه دروغ دي
پلاره! پلاره! پلار!
دلومـړۍ برخې پایْ.....

د نورو ښکولو ناولون او شعرونو لپاره ما درسـره فالـــو کـــړئ ملګـــرو!..👇
┄•●♥ Musa Ahmadzai
MusaAhmadzai

زړه مې ټکان وکړ 😭دا خندانه څهره شاهد نومېږي.نن سهار یې روغتون کې د کنړ د پېښې زخمیانو ته د وینې ورکولو په حال کې ساه ورک...
03/09/2025

زړه مې ټکان وکړ 😭

دا خندانه څهره شاهد نومېږي.
نن سهار یې روغتون کې د کنړ د پېښې زخمیانو ته د وینې ورکولو په حال کې ساه ورکړې.
که څه هم د وینې ورکولو لپاره هره ورځ ځوانان روغتونونو ته ځي او وینه ورکوي
بدبختانه د شاهد فشار د وینې ورکولو پر مهال ټيټ شوی او روح یې پاک رب ج ته سپارلی دی .
زما اتله وروره تا میړانه کوله نوم او یاد دې تلپاتې الله ج دې ټولې کورنۍ او دوستانو ته صبر ور په برخه کړه .
( روح یې ښاد په ګور یې نور)
Musa Ahmadzai
MusaAhmadzai

15/03/2025

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د ديني عالم مفتي محمد منير شاکر د شهادت په اړه پخپل پيغام کې ليکلي، د ظلم او جبر پر خلاف یو قوي غږ ښاغلی مفتي منیر شاکر په شهادت ورسول شو.

ښاغلي پښتين وړاندې ليکلي، په دې پېښه واقعاً موږ ټول ملت ډېر غمجن یوو: «هغه وخت، چې د وخت حاکم به د رښتیا ویلو په سزا سرونه پرې کول، په هماغو وختونو کې د پښتنو مشرانو او ځوانانو، د هر ډول مزاحمتي وسیلو د نشتون باوجود، د حق او رښتیا غږ په جرئت پورته کاوه او مبارزه یې کوله.
سرونه یې پرې شول، خو ټیټ نه شول.»

وړاندې منظور پښتين ليکلي، په دې سخت وخت کې انشاءالله موږ پښتانه د ښاغلي مفتي صاحب له کورنۍ سره په هر ډګر کې ولاړ یوو.

💯█▓▒F░O░L░L░O░W▒▓█┊┊┊▕▔╲▂▂▂╱▔▏╭━━╮╭┈╮ ╭┈╮╭━━╮╰╰╰┃▏╭╮ ╭╮▕┃╯╯╯┈┃ ┃▏┈┈▅┈┈▕┃ ┃┈┃ ┃▏┈╰┻╯┈▕┃ ┃┈┃ ╰█▓▒░M░E░▒▓█
26/02/2025

💯
█▓▒F░O░L░L░O░W▒▓█
┊┊┊▕▔╲▂▂▂╱▔▏
╭━━╮╭┈╮ ╭┈╮╭━━╮
╰╰╰┃▏╭╮ ╭╮▕┃╯╯╯
┈┃ ┃▏┈┈▅┈┈▕┃ ┃
┈┃ ┃▏┈╰┻╯┈▕┃ ┃
┈┃ ╰█▓▒░M░E░▒▓█










Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when MusaAhmadzai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category