تن تنا وطن

تن تنا وطن Photography

اتله اروا دې ښاده! د وطن اتله تا د وطن حق ادا کړ، تا وطن ته بریاوې راوړې، تا د وطن په ماتې اوښکې تویې کړې، تا د وطن د بر...
09/07/2026

اتله اروا دې ښاده!
د وطن اتله تا د وطن حق ادا کړ، تا وطن ته بریاوې راوړې، تا د وطن په ماتې اوښکې تویې کړې، تا د وطن د بریا په خوشالۍ کې چیغې و وهلې، د وطن د بریا په شکرانه کې دې خدای ته سجدې وکړې.
نن د وطن غېږې ته په ویاړ سره ستون شوې، نه دې خیانت وکړ، نه دې وطن خرڅ کړ، نه دې وطنوال و واژه او نه دې د وطن د بربادۍ سندرې زمزمه کړې.
زما هغه شیبه ښه په یاد ده، چې د وطن او کرکټ د دفاع په پار دومره غوسه وې، چې آن په خبرو کې دې ژبه بنده شوه.
د وطن اتله!
نن چې دا زرګونه هېوادوال ستا د جنازې په مراسمو کې را ټول شوي، دا ستا حق و، دا زموږ وجیبه وه چې ستا جنازې ته احترام وکړو.
د وطن ټپي زمریه!
د کرکټ په میدان کې ستا لوړه ونه، غټې سترګې، اوږدې زلفې نه یوازې د افغان کرکټ ښکلا وه، بلکې په تا د نړۍ کرکټ ښایسته و. د زمري په شان ستا منډې، له اوږدې فاصلې د بالېنګ سټارټ اخیستلو سره به وطنوالو د وېکټ یا بېټ د ماتېدلو انتظار کاوه.
شاه پور جانه!
د وطن په غېږه کې آرام ویده شه، تا د وطن حق ادا کړی دی، تا د دې خاورې حق ادا کړی!

دا به کوم ځای وي! سم ځواب جایزه لري
12/02/2026

دا به کوم ځای وي!
سم ځواب جایزه لري

22/01/2026
25/11/2025

نا پاک پوځ بیا د افغان پر پاکه خاوره تیری کړی دی!
دا تېری همداسی نه پاتې کېږي، شاه زلمی به یې بیا پوستو لاندې کړي، موږ بې ګناه انسانان نه وژنو، خو د وطن دښمن په هر ځای کې په نښه کوو.
وله یې مولوي صاحب، خو دا ځل به اسلام اباد ولې!
خو یوه هیله کوو، چې بیا به یی لوڅه ک و نه نه کشکوئ، دا د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی!

21/11/2025
استاد محمداجان حقپال ته دې خدای جنت ورکړي! استاد مو یو سمستر په پوهنتون کی یو مضمون را ته تدریس کاوه، هم ښکلی انسان و او...
21/11/2025

استاد محمداجان حقپال ته دې خدای جنت ورکړي!
استاد مو یو سمستر په پوهنتون کی یو مضمون را ته تدریس کاوه، هم ښکلی انسان و او هم یې له محصل سره پوره خواري کوله!
پر ګور یې نور او وارثانو ته یې صبر جمیل!

02/11/2025

پرون فوتسال او نن کرکټ هغه بله ورځ وله یې مولوي صاحب!
افغان شازلمي د ګټې پر مسیر روان دي.
پرون یې له ایران د فوتسال په ګټلو سره د اسیا اتلولي تر لاسه کړه او نن یی بیا زمبابوی ته په کرکټ کې افغاني میړانه و ښوده!
د اکتوبر ۲۳ مه خو مو بیخي په یاد ده، چې پنجاب یې په ګونډو کړی و.
هو هغه وله یې مولوي صاحب هم ښه خوندوره ناره وه!
افغانستان مثبت مزل وهي، دښمنان یې خورا ذلیل دي! نا خلفه اولاد یې د دښمن لپاره تبلیغ کوي، خو که طوفان راغی بیا به لکه د نوح علیه السلام نا خلفه زوی، دوی هم همداسې غرق شي او افغانستان همداسې ژغورل شوی در واخله!
هو نو وله یې مولوي صاحب👉🏾🫡🏏⚽️
چې یو بل کار هم وشي، په راتلونکي پسرلي کې اعلان وشي، افغانې خویندې پوهنتون او ښوونځي ته تللي شي، د هغوی لپاره ځانګړې تګلاره بشپړه شوه!
بیا به نو افغانستان بیخی واه واه شي!

30/10/2025
28/10/2025

دا کوم ولایت دی؟ دا ښایسته مسجد چیرته واقع دی؟

Address

Share Now
Kabul
001

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when تن تنا وطن posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category