DABS

DABS My mission was not assigned by anyone.

It emerged from a close relationship with photography and from a knack for turning the shutter button into a storytelling device. دافغانستان برښنا شرکت مخينه:
کله چې د افغانستان برښنا موسسه «د افغانستان برښنا شرکت» په بڼه واوښته، د چارو د ښه سمون او سمبالتیا په موخه لاندیني ریاستونه د شرکت په اډانه کې را منځته شول.

* تجارتي ریاست
* عملیاتي ریاست
* اداري او مالي ریاست

د افغانستان برښن

ا شرکت د مدیره هیئت د پړیکړې او د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د فرمان له مخې ښاغلی ډاکتر محمد جلیل شمس د افغانستان برښنا شرکت د لومړني اجراییوي رییس په توګه وټاکل شو. بیا وروسته د چارو د لا ښه والي او اغیزمنتیا په موخه د ۱۳۸۹ لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د مدیره هیئت د پریکړې او د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د فرمان پر بنسټ ښاغلی عبدالرازق صمدي چې تر دې مخکې د مالیې وزارت اداري معین و، د دغه شرکت د اجراییوي عمومي رییس په توګه وګومارل شو.

د افغانستان برښنا شرکت د خپلې تګ لورې، پلانونو او فعالیتونو د انعکاس لپاره وپتیله چې معلوماتي او خبري مهالنۍ ولري او له نیکه مرغه دا دی د معلوماتي او خبري مهالنۍ لومړنۍ ګڼه ستاسو مخې ته ږدي.

هیله لرو دغه مهالنۍ وکړاې شی تاسو د افغانستان برښنا شرکت له څرنګوالي، هڅو، هلو ځلو، ستونزو او په مخکې پرتو ننګونو سره په غوره توګه آشنا کړي.

له نیکه مرغه زموږ ګران هیواد افغانستان، د برښنا انرژۍ د تولید لپاره پریمانه سرچینی لري. له دغو سرچینو څخه ګټه اخیستنه پانګونی، وخت، وړتیا لرونکي کادر او نورو لاملونو پورې اړه نیسي چې له بده مرغه په هیواد کي د اوږدو جګرو له امله دغه چارې تر اوسه په غوره او سمه توګه ترسره شوې نه دي چې اوس هم زموږ زیات شمیر هیوادوال د برښنا انرژۍ له کارونې بې برخه دي.

د برښنایي چارو د سمون او تنظیم په موخه د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت وزیرانو شورا د ۱۳۸۷ لمریز کال د غویي په ۱۵ پریګړه وکړه چی «د افغانستان برښنا شرکت» دیوه ونډه لرونکي او محدودالمسوولیت شرکت په توګه د افغانستان برښنا موسسی ځای نیونکې شي.

د ۱۳۸۸ کال د تلې په نهمې نیټې د اړوندو وزارتونو تر منځ د هوکړه لیک په لاسلیک کولوسره «د افغانستان برښنا موسسه» د «افغانستان برښنا شرکت» ته د حقوقي شخصیت له پلوه بدلون وموند.

د افغانستان برښنا شرکت په ټول هیواد کی د برښنایی شتمنیو د عملیاتو او اداري چارو ټولیز مسئولیت په غاړه لري. د ټول هیواد په کچه د برښنا اداره او تنظیم، لیږد، ویش او خرڅلاو د افغانستان برښنا شرکت د غټو مسئولیتونو له شمیر څخه دي.

د افغانستان برښنا شرکت موخه، په اغیزمنه، رڼه او سمه توګه د اقتصادي ودې د آسانتیا په منظور په مناسبه بیه، د باور وړ اوخوندي برښنا چمتو کول دي.

Osoite

Helsinki

Hälytykset

Tiedä ensimmäisenä ja anna meille oikeus lähettää sinulle sähköpostitse uutisia ja promootioita DABS :ltä. Sähköpostiosoitettasi ei käytetä muihin tarkoituksiin, ja voit perua milloin tahansa.

Jaa

Kategoria