07/06/2022
تاته به لفظونو کښې غم څنګ بیانوي سړے
تاپسې خفه نه مړه تاپسې خو مري سړے
تاپسې به تېر شي زاهدان د ایمانونو نه
تاپسې خو نیم مونځ کښې سلام راګرځوي سړے
تاپسې پۀ غرونو کښې مشکلې لارې څۀ معنا
تاپسې کۀ شي پلِ صراط به هم وهي سړے
تاپسې افسوس څۀ وي ماتم درپسې فرض دے
تاپسې د خوب څله د زهرو ګولۍ خوري سړے
ستا د نوم الزام به یاره هم باعث فخر وي
ستا نامه پۀ لاس نه مړه لیکي پۀ تندي سړے
ستا نه به بغېر یاره زمونږه ژوندون داسې وي
هسې پۀ تیارۀ کښې لکه لاس چې تپوي سړے
تاپسې درمانه صوابۍ پۀ یو قدم کښې ده
تاپسې خو یاره هندوستان نه هم راځي سړے
جاویدشاه درمان