Aslam khan

Aslam khan ♥️only PTM♥️

غازي امان الله خان، چې د افغانستان د خپلواکۍ مبارز په توګه پیژندل کېږي، په ۱۹۱۹ کال ده اګست پر 19 نيټه له بریتانوي استعم...
18/08/2024

غازي امان الله خان، چې د افغانستان د خپلواکۍ مبارز په توګه پیژندل کېږي، په ۱۹۱۹ کال ده اګست پر 19 نيټه له بریتانوي استعمار څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه. امان الله خان د یو پیاوړي او ویښ ملت په توګه د افغانستان د پرمختګ او عصریتوب هڅې وکړې. نوموړي د مدرن دولت جوړونې بنسټونه کېښودل او د افغانستان په تاریخ کې یې یوه نوې پاڼه پرانیسته.

په داسې یو وخت کې چې نړۍ د استعماري ځواکونو تر واک لاندې وه، امان الله خان د خپل ملت لپاره یو ځلانده مثال وګرځېد. د هغه شجاعت او ملي احساس د افغانانو لپاره د تلپاتې ویاړ او افتخار ځای لري.

دا زمونږ دنده ده چې د غازي امان الله خان د قربانیو یاد تازه وساتو او په خپلواکۍ کې د هغه رول قدرمن کړو.
چي يي ږغ ده ازادي پر جهان خپور کړ
ده امان هغه ناري ته مي سلام دي 🇦🇫

.زAhmed Zahir . زموږ ده قام ږغ دي دا چي يو څو دلالان يي ده پريس کلب سه منع کوي يا بريد پر کوي  دا هيڅ ده زغملو وړ نه ده ...
15/08/2024

.زAhmed Zahir . زموږ ده قام ږغ دي دا چي يو څو دلالان يي ده پريس کلب سه منع کوي يا بريد پر کوي دا هيڅ ده زغملو وړ نه ده چمن والو ته پکار ده چي ده دا وطن پروشه ميډيا ته دي کلک ځواب ورکړئ احمد ظاهر زموږ ږغ په هر ځاي کي پورته کړي دي په هره ستړي کي راسره دي بايد که سياسي ګوندونه وي يا نور فعال ملګري دي ددغه ناروا ميډيا پر وړاندي اقدام وکړي که موږ په احمد ظاهر خوا نه کړو بده بيا موږ ده هيڅ هم نه يو

14/08/2024

جنوبي پښتوخوا کي ده چودا اګسټ چي دا ورځ ده پښتانه دپاره توره ورځ ده حکو م ت چي يي نه لمانځله دا ورځ يوه پيغله ښه په نره ورته ځواب ورکوئ آفرين پر داسې پيغلو

14/08/2024

Happy birthday Day to you 😁

په داسې حال کې چې په (پاکس تان )کې ۱۴ اګست د ازادۍ ورځ لمانځل کېږي، پښتون لا هم د ظلم او بې عدالتیو ښکار دی. پښتون ته یې...
14/08/2024

په داسې حال کې چې په (پاکس تان )کې ۱۴ اګست د ازادۍ ورځ لمانځل کېږي، پښتون لا هم د ظلم او بې عدالتیو ښکار دی. پښتون ته یې خپل حقونه نه دي ورکړي، برعکس، د غلام په څېر یې ژوند مجبور کړی دی. زموږ خاوره یې په (وی نو) رنګ کړې، زموږ مشران یې (شه یدان) کړي، او زموږ ژبه او کلتور یې تر پښو لاندې کړی. دا ورځ موږ ته د یادونې ورځ ده چې تر څو مو حقونه نه وي ترلاسه کړي، موږ به هیڅکله ارام نه کښېنو او مبارزه به کوو!

ده قام يووالی ده دښمن ماته
13/08/2024

ده قام يووالی ده دښمن ماته

07/08/2024

وطن یې پلورلی، بیا هم د خپلو خلګو په منځ کې اتلان ښکاري

۱۱ اکتوبر - د پښتون د درد او مقاومت ورځ۱۱ اکتوبر زموږ د قام لپاره یوه تاریخي ورځ ده. دا ورځ به پښتانه په خپله پریکړه کوي...
06/08/2024

۱۱ اکتوبر - د پښتون د درد او مقاومت ورځ

۱۱ اکتوبر زموږ د قام لپاره یوه تاریخي ورځ ده. دا ورځ به پښتانه په خپله پریکړه کوي، چې د خپل حق لپاره څنګه مبارزه وکړي. دا ورځ موږ ته د هغو ستونزو او ظلمونو یادونه کوي چې زموږ پر قام تېر شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د دې ورځې په علان سره د انصاف او عدالت غوښتنه کوي. زموږ مبارزه د یو پرامنه او ښه راتلونکي لپاره ده، چې ټول پښتانه په یوه متحد او برابر چاپیریال کې ژوند وکړي.

راځئ، چې په ۱۱ اکتوبر خپل غږ اوچت کړو او د خپلو حقونو لپاره یو موټی شو. خپل درد او غوښتنې نړۍ ته ورسوو او د پښتون قام لپاره د سولې او انصاف غوښتنه وکړو. زموږ یووالی او اراده به د بدلون سبب شي.

پښتون به ژوندی وي، پښتون به کامیاب وي

مشر منظور پښتین په ۱۱ اکتوبر د پښتون قامي عدالت د اعلان په اړه څرګنده کړه چې دا ورځ د پښتنو د ستونزو د حل لپاره یوه مهمه...
05/08/2024

مشر منظور پښتین په ۱۱ اکتوبر د پښتون قامي عدالت د اعلان په اړه څرګنده کړه چې دا ورځ د پښتنو د ستونزو د حل لپاره یوه مهمه موقع ده. د چمن پرلت چې لس میاشتې دوام وکړ، اوس پای ته رسیدلی دی. اوس وخت دی چې د چمن خلک خپله ستونځه قامي عدالت ته وړاندې کړي، ترڅو د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره موثر ګامونه پورته شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ زموږ د قام د حقونو لپاره تل په لومړۍ کرښه کې پاتې دی. ستاسو زړورانه مشري موږ ته الهام راکوي او د ظلم...
04/08/2024

پښتون ژغورنې غورځنګ زموږ د قام د حقونو لپاره تل په لومړۍ کرښه کې پاتې دی. ستاسو زړورانه مشري موږ ته الهام راکوي او د ظلم پر وړاندې زموږ غږ لوړوي. ستاسو د عدالت، انصاف او د حق غوښتنې مبارزه زموږ د راتلونکو نسلونو د روښانه راتلونکي لپاره ده.

تاسو زموږ د قام ویاړ یاست. ستاسو د بې وسه خلکو د دفاع لپاره مبارزه زموږ د همت لامل ګرځي. ستاسو سره یو ځای، موږ به د حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپله مبارزه جاري ساتو.
11اکتوبر قامي عدالت ✌️
پښتون ژغورنې غورځنګ دې تلپاتې وي

ارواښاد سليمان لايق: د پښتو ادب او سیاست یوه مهمه څېرهسليمان لايق نه یوازې د پښتو ادب یو لوړ مقام درلود، بلکې په سیاسي ډ...
31/07/2024

ارواښاد سليمان لايق: د پښتو ادب او سیاست یوه مهمه څېره
سليمان لايق نه یوازې د پښتو ادب یو لوړ مقام درلود، بلکې په سیاسي ډګر کې هم یو فعال او مهم شخصیت و. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د افغانانو د حقونو لپاره مبارزه کړې او د خپلو ادبي کارونو سره سره یې د سیاسي هڅو له لارې هم د افغانانو د سولې او پرمختګ لپاره زحمت کړی.

لايق د پښتو ژبې او کلتور په اړه نه یوازې شعري اثرونه پرېښودل، بلکې د خپل وخت د سیاسي حالاتو په اړه یې هم عمیق تحلیلونه وړاندې کړل. د هغه د سیاسي فعالیتونو په ترڅ کې، هغه د افغانانو د حقوقو او ټولنیز عدالت لپاره قوي غږ و.

د سليمان لايق د فعالیتونو نه یوازې د پښتو ادب بلکې د سیاسي تاریخ برخه هم جوړه کړې ده. د هغه د هڅو او د ادب له لارې یې د پښتنو د هویت او د حقونو دفاع وکړه، چې دا به تل د هغه د ادبي او سیاسي میراث برخه پاتې شي.
زما هډوکي به لا فخر کړي په کور کي
ومي نه ليکل ده سپيو صيفتونه
ده ارواښاد لایق څلورم تلين روح يي ښاد ياد يې تل پاتی
#ارواښاد #سليمان #لايق

Address

Quetta

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Aslam khan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Aslam khan:

Share

Category