24/08/2026
دا تۀ ځې په کمه لاره
يه زما پښتونه ياره
زما نر ملا خانزېبه
شوې شهيد د چا دپاره
په پردي لښکر کې زغلې
ځان دې هېر دے ايمانداره
د پردۍ ژبې طوطي يې
خپله ژبه دې کړه خواره
سپکو خلکو ته په سر شوې
د پښتون د سر دستاره
دا وطن دې ټوټی کېږي
ته اوده شه په قلاره
ته رانجه غواړې رهبره
د ړندو سترګو دپاره
خپل ژوندون دې کوم ښائسته دے
چې ګيله کړې له سرکاره
فضل سبحان عابد صیب